د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي وياند نادري هيله مندي ښودلې ده چې له طالبانو سره به په اوربند سلا وشي. که څه هم د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغان حکومت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیلهمن دی. هغه دا څرګندونې د قطر له ټلویزیوني شبکې الجزیرې سره په مرکه کې کړي خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. نادري له دې مخکې ویلي و، چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه دي او هیله یې څرګنده کړې وه چې د ده په وینا یو-دوه اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.
































