
په دې وروستيو ورځو کې د يو شمېر نړيوالو پولي سازمانونو لخوا خپور شوی د ۲۰۲۵م کال د اقتصاد د وړاندوينې راپور وايي، چې د چين په باکيفيته پرمختګ سره ښايي مصرفي او خدمتي صنايع مخ په ښه کېدو روان شي. د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د چين د مصرفي چارو د اړوندو صنايعو ورځني عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ اعشاريه ۸ سلنه زيات شوي، پکې مادي مصارف او خدمتي مصارف په جلا جلا توګه ۹ اعشاريه ۹ سلنه او ۱۲ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي او د بهرنیو سفرونو د سپارښتنې فرمونه ۳۰ سلنه زيات شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې هېواد به يې د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سویې د ورخلاصون له لارې نړيوال اقتصاد ته نور زيات باور او خوځند ځواک ورکړي.































