د چين د ګمرکي ادارې د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې چين افريقا ته د وارداتو او صادراتو اندازه ۲.۱ ټريليونو يوانو ته رسېدلې چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۶.۱ سلنه زياتوالی ښيي. چين د افريقا لويې وچې له نيمايي زیاتو هېوادونو سره د سوداګريزې اندازې د زياتوالي انډول له ۱۰ سلنې څخه لوړ ښيي.
په ۲۰۲۴م کال کې چين افريقا ته د صادراتو اندازه ۱.۲۷ ټريليونو يوانو ته رسېدلی. له دې جملې څخه د بريښنايي موټرونو، نساجي توکو او بيړيو د صادراتو زياتوالی په جلا جلا توکه ۱۰۴.۸ سلنې، ۸۳.۷ سلنې او ۶۴.۴ سلنې ته رسېدلی دی.
































