د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې کرونا ویروس یو ځل بیا په اروپا کې په زیاته کچه د خپرېدو په حال کې ده او دا باید اروپايي حکومتونو ته د خبرداري یو پیغام وي. د روغتیا نړیوالې ادارې د اروپايي څانګې مشر ډاکټر هنز کلوج ویلي، چې د کرونا چټکه خپرېدنه د هغو کسانو ترمنځ وه چې له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې عمر لري. نوموړي ویلي، د کرونا له زیاتوالي څخه دا جوتېږي چې پراخو ټیسټونو ته اړتیا ده او دا هم څرګندوني چې د خبرداري تر کچې په سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده. کلوج اروپايي هېوادونو ته د قرنطین د دورو لنډولو پرضد خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي دي، چې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې دې یو منطقي او دایمي تګلاره پلې کړي.
































