د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د مونيخ د ۶۱مې امنيتي غونډې د چين په ځانګړي کنفرانس کې يوه مهمه وينا وکړه. وانګ يي په خپله وينا کې وويل چې بايد يوه مساوي او منظمه څو قطبي نړۍ ترويج شي. دا د چین د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی يو بل ستر وړانديز دی او د څو قطبي نړۍ لپاره زموږ صادقانه هيله هم ده. چين به خامخا څو قطبي سیستم کې يو ټاکونکی عامل او د نړۍ د بدلون په بهیر کې رغنده ځواک وي.































