د تېرو دوو کلونو په ژمي موسم کې د چين د پام وړ ځای څه دئ؟ ځواب يې د چین شمال ختيځه سيمه ده. هۍ لونګ جیانګ، جي لين او لياو نينګ ولايتونه او د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې يوه برخه په دې سيمې کې موقعيت لري چې له پخوا د چين د درنو صنايعو سرچينه ده. خو د زمانې په بدلېدو سره عنعنوي صنعتي جوړښت د سمون او تغیر له ډېرو فشارونو سره مخ دی. په وروستيو کلونو کې د واورې او يخ اقتصاد راټوکېدو دغو سیمو ته حياتي ځواک ورکړی او د زړو صنعتي اډو د اقتصادي پرمختګ، د نوي باکيفيته توليدي ځواک د ودې، د سيمې د باکيفيته پرمختګ او دواملرونکي سمسورتيا لپاره يې کليدي فرصت برابر کړی دی.
د اسیا د ژمنیو سياليو په تر سره کېدو سره په شمال ختيځ کې ګرځندوی بازار ډېر ګرم دی.
په وروستيو کلونو په تېره بيا ۲۰۲۴ م او ۲۰۲۵م کلونو کې په شمال ختيځ کې ګرځندوی بازار ډېر ګرم شوی. د هۍ لونګ جيانګ ولايت هاربين ښار په چين کې حتی په نړۍ کې د پام وړ سیمه ګرځېدلې ده. خلک تل په ژمي کې د دې ښار په واټونو کې ډېر کسان ليدلي او د واورې او يخ باغونو په شمول ځينو منظره لرونکو ځایونو ګڼ شمېر سيلانیان راجلب کړي دي. په هاربين ښار کې د واورې او يخ لوبو او ورزشونو د ګرمېدو له کبله د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د واورې او يخ اقتصاد هم سمسور دی او د واورې او يخ سرچينه هم د دې اقتصاد د ودې سبب شوی دی.
په هاربين کې د اسيا د ژمنيو سياليو په جوړېدو سره د دې ښار د واورې او يخ ګرځندوی بازار نور هم ګرم دی. د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې ۱۲ میليونه او ۱۵۱ زره کسانو دغه ښار ته سفرونه کړي چې عمومي سيلانيز لګښت يې ۱۹ ميليارده او ۱۵۰ میليونه يوانه ښودلی دی. په ورته وخت کې ۲۶ ميليونه او ۲۶۳ زرو کسانو له هۍ لونګ جيانګ ولايت څخه ليدنه وکړه او د سيلانیزو چارو عمومي لګښت يې ۳۳ ميليارده او ۶۵۰ میليونه يوانو ته رسېدلی دی. په حقیقت کې د واروې او يخ اقتصاد په شمال ختيځ کې اقتصادي پرمختګ ته حياتي ځواک راوړی دی.
د واورې او يخ صنعت په ښه والي سره د زړو صنعتي اډو د پرمختګ خوځښت راوستی دی.
د اسيا د ژمنيو سياليو د واورينو لوبو کوربه ځای په توګه د هاربين ښار د ايابولي علاقه دارۍ د سکي وهلو سيلانيزې سيمې نړيوال پرمختللې ټېکنالوژي او تجهيزات اخيستي او په هر اړخيزه توګه يې بنسټیز تأسيسات ښه او غوره کړي، څو سيلانيان ترې ښه احساس ولري. د روان کال له جنورۍ راهيسې د دې سيمې د ګرځندويانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زياتوالی ښودلی دی. د واورې او يخ ورزشونو په مروجولو سره د شاوخوا سيمو کليوالو هم د واورو او يخ په تړاو چارې پيل کړې او ترې يې ګټې اخيستې دي.
د واورې او يخ صنعت د ښه کېدو ترڅنګ د چين په شمال ختيځ کې عنعنوي صنايع هم د اصلاحاتو په بهير کې روانې دي. پر کلک صنعتي بنسټ نوموړی ولايت د هاربين د الکترونيک ګروپ په شمول د تجهيزاتو توليدي تصديو ته پرمختګ ورکړی چې توليدي چارې يې له لويې ډيټا او مصنوعي ځيرکتيا سره يو ځای شوې دي. د دې ترڅنګ جين لين ولايت د بادونو او لمر انرژۍ او بيا کارېدوونکې انرژۍ څخه په استفادې سره د نوې انرژيو او د کاربن د ايستنې اندازې د کمېدو په برخو کې له اړوندو خواوو سره نوې همکارۍ کړې او دغه راز لياو نينګ ولايت په انلاين کې د ژوندۍ خپرونې له لارې ولايتي اقتصاد ته وده ور کړې ده.
د هاربين د واورې او يخ اقتصاد د راټوکېدو له امله په ټولې شمال ختيځې سيمه کې ګرځندوی بازار ډېر ګرم دی او هۍ لونګ جیانګ، جين لين او لياو نينګ ولایتونو او د داخلي مغولستان کورواکه سيمه د دې اقتصاد د ګډ پرمختګ لپاره ګډې هڅې کوي. په راتلونکې کې د واورې او يخ اقتصاد په دواملرونکې سمسورتيا او پرمختګ سره شمال ختيځه سيمه ښايي له يخ ځای څخه د پرمختيا او سمسورتيا پر ګرمې سيمې بدله شي.































