د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري په دې وروستیو کې د چین مېډيا ګروپ له خبریالې سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پاکستان او چين نه يوازې په ښه وخت کې دوستان دي، بلکې په هر موسم کې ښه دوستان دي.
زرداري په مرکه کې وویل چې د چين پرمختګ يو ښه کار دی او پاکستان بايد په بېلا بېلو برخو کې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي. پاکستان نه يوازې د چين پر سوله ييز پرمختګ باور لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوږدمهاله دوستۍ هم پوره باور لري.
زرداري وویل، هر ځل چې چين ته راځي، نوي احساسات لري او د چین هر ښار نوي جاذبه لري. چینایان ډېر سخت زیار وباسي او هر څوک کوښښ کوي چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي او دا د هېواد د هر اړخيز پرمختګ لامل ګرځي.
































