د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د وروستيو پوځي چارو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
جانګ شياو ګانګ په فيليپين کې د امريکا د منځني واټن توغنديز سيسټم د ځای پر ځای کېدلو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امریکا لخوا ځای پر ځای شوی ټيفون (Typhon) توغنديز سیسټم ستراتيژيک بريدکوونکې وسله ده. فيليپين بيا بيا خپلې شوې ژمنې ماتې کړې او د امريکا د خوښۍ لپاره دغه سيستم یې فعال کړی، چې دغه کړنه يې په حقیقت کې خپل ملي امنيت او دفاع له امريکې سره تړلې او په سيمه کې د جغرافيايي تقابل او تسليحاتي مسابقې د راپارولو سبب ګرځي. جانګ شياو ګانګ له فيليپين څخه وغوښتل، چې د نوموړي سيستم د ځای پر ځای کولو سختې منفي اغېزې وپېژني، د شوې ژمنې له مخې دغه سيستم ژر وباسي او بېرته د ډيالوګ سمې لارې ته راوګرځي.
جانګ شياو ګانګ له تايوان تنګي څخه د امريکايي پوځي بېړيو د تېرېدو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د امريکا هر پوځي لمسون دغه حقيقت نه شي بدلولی، چې تايوان سيمه د چين يوه برخه ده، بلکې بيا بيا د ملي حاکميت د ساتلو او د هېواد د پوره يووالي د رامنځته کولو لپاره د چينايانو ټينګ هوډ راپاروي.
































