د ژمنيو آسيايي لوبو نهم پړاو د فبرورۍ د ۱۴مې نېټې په ماښام د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په مرکز هاربين ښار کې پای ته ورسېد.
د چين پلاوي په دې لوبو کې د سرو زرو ۳۲ ، د سپينو زرو ۲۷ او د برنزو ۲۶مډالونه ګټلي او په دې سره يې د دې لوبو د سرو زرو مډالونو او ټولو مډالونو په جدولونو کې لومړی مقام نيولی دی. دا د ژمنيو آسيايي لوبو په تاريخ کې د چين پلاوي د مډالونو نوی ريکارډ ګڼل کېږي.
د ۳۴ آسيايي هېوادونو او سيمو ۱۲۷۰ لوبغاړو په دغه پړاو لوبو کې ګډون کړی، چې شمېر يې د تېرو پړاوونو د ورته شمېر په پرتله زيات دی.
د ژمنيو آسيايي لوبو راتلونکی پړاو به په ۲۰۲۹م کال کې د سعودي عربستان په تروجينا ښار کې تر سره شي.
































