وروسته له دې چې امريکا پر کاناډايي توليداتو د تعرفو د زياتوالي اعلان وکړ، د دغه هېواد د سکوتيا بانک یوه کارپوه ديريک هولټ په خپل راپور کې ليکلي چې امریکا له کوم دلیل پرته له کاناډا سره خيانت کړی دی.
ده ویلي: نو کاناډا څه ډول کولای شي چې د امريکا له خيانت سره مبارزه وکړي؟.
په وروستيو کې د کاناډا د ټولو ۱۳ ولايتونو او سيمو واليان په واشينګټن کې راغوڼډ شوي او د دې هېواد د پارلمان غړو، د سوداګريزو ټولنو او د کارکوونکو سازمانونو مشرانو ته يې قناعت ورکړی چې ور باندې تعرفې زياتې نه کړي.
خو د حیرانتیا او تمسخر وړ خبره دا ده چې دغو کاناډايي سياستوالو چين د امریکا او کاناډا ګډ اقتصادي دښمن بللی او هڅه يې کړې چې په دې کار سره امریکا قانع کړي چې د کاناډا پر تولیداتو دې اضافې تعرفې نه وضع کوي.
د کاناډا د انتاريو ولايت والي دونګ فورد ويلي چې امريکا له چین سره د سوداګریزو اړيکو د پرې کولو په ترڅ کې د دې هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ملاتړ ته اړتيا لري او دغه هېواد کولی شي چې پر چينايي توليداتو لوړې تعرفې ولګوي او په کليدي برخو کې د چین پانګونه محدوده کړي. خو بهرنۍ خبري رسني وايي چې کاناډا د یوه وږي «سپي» په څېر له امریکا څخه د رحم غوښتنه وکړه.
په لاتينې امريکا کې يو متل دی، چې وايي، بدبخته مکسیکو، دومره له الله څخه لرې او دومره له متحده ایالاتو سره نږدې (“Poor Mexico, so far from God and so close to the United States). دغه متل د کاناډا له اوسني وضعيت سره هم ډېر مطابقت لري. کاناډا د امریکا تر ټولو لوی ګاونډی او نږدې متحد او د (FVEY) سازمان يو غړی هم دی. خو امريکا لاهم د خپلو دولتي ګټو د ساتلو لپاره دغه هېواد ګواښلی او ور ته يې سپکاوی کړی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماموريت په لومړۍ دوره کې د تعرفې د زياتوالي په پلمه کاناډا ګواښلې وه او د ولسمشر په توګه تر بيا ټاکل کېدو وروسته يې هم څو څو ځلې ګواښونه کړي چې کاناډا به ونيسي او د امريکا ۵۱م ايالت به يې وټاکي، او په تمسخر سره يې د کاناډا ولسمشر ته ويلي چې هغه د امريکا د یوه ايالت والي دی. د روانې میاشتې په پيل کې امريکا بيا د فينټانيل او غير قانوني مهاجرينو د ليږلو په پلمه کانادا ته ګواښ کړی چې پر توليداتو به يې ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي. په وروستيو کې امريکا دغه هېواد ته د فولادو او المونيمو پر ټولو وارداتو ٪ ۲۵ تعرفې اعلان کړې چې کاناډايي توليدات هم پکې شامل دي.
که څه هم د ولسمشر ترودو په شمول کاناډايي سياستوالو ويلي چې هغوی به امريکا ته سر ټيټ نه کړي، خو حقيقت دا دی چې کاناډا د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې پر امريکا ډېره تکيه کوي. د مثال په توګه کاناډا امريکا ته د فولادو او المونيمو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، که امريکا پر کاناډا تعرفې ولګوي، نو دا به د دې هېواد اړوندو چارو ته ډېر زيانونه ورسوي.
له يوې خوا امريکا څو څو ځلې دغه هېواد ته سپکاوی کړی او له بلې خوا هغوی له امريکا سره د مقاومت وړتيا نه لري، نو سیاستوال يې اړ شوي چې د چين پر ضد مبارزه وکړي او پر چين تور ولګوي او په دې توګه يې غوښتي چې امريکا ور باندې د تعرفې زياتوالی لغوه کړي.
په حقيقت کې په منطقي توګه د چین او کاناډا ترمنځ اړيکو ته په کتو سره به نړيوال درک کړي چې دواړه هېوادونه بنسټيزې کشالې نه لري او دوه اړخيزې اړيکې يې هم له اوږدې مودې راهيسې د چين او نورو لويديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پرتله مخکې دي. چين د کاناډا دوهم لوی سوداګريز همکار، د وارداتو سرچينه او صادراتي بازار ګڼل کيږي. واک ته د ترودو له رسېدو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو پرمختګ موندلی دی. خو وروسته له دې چې امريکا چين تر ټولو لوی ستراتيژيک دښمن بللی او پر چین يې هر اړخيز بنديزونه لګولي دي، کاناډا له چين سره د اړيکو له سمې لارې څخه وتلې او له نورو هېوادونو مخکې يې د چین پر ضد مبارزه پيل کړې چې دا د دوه اړخیزې همکارۍ د خرابېدو سبب کيږي او دې کار کاناډا ته هم زيانونه رسولي دي.
د کاناډا خلکو د دغه هېواد د حکومت له ناسمو کړنو سره مخالفت ښودلی دی. راپور ښيي چې زياتره کاناډايي تصدۍ چین په نړۍ کې له پنځو غوره بازارونو څخه يو بولي او په دې اند دي چې د چینايي بازاري فرصتونو تضمين د کاناډا لپاره مهم اهمیت لري.
کاناډا چې ملي حاکميت لري، خپل عزت او خپلواکي له لاسه ورکوي او غواړي چې د چین ضد دریځ له لارې له امريکا څخه ګټې واخلي، خو دا کړنه يې په حقیقت کې له چین سره قيمتي همکاريزو فرصتونو ته زيان رسوي او په نړيواله ټولنه کې به د نورو هېوادونو له خوا ورباندې ملنډې ووهل شي.































