د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۵ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۹۷ ته ورسېد. په تازه ثبت شويو پېښو کې پنځه په کابل، څلور په بدخشان، ۱۴په کندز او دوې هم په سمنګانو کې ثبت شوې دي. روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۷۱ تنه له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي هم دي. د معلوماتو له مخې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې یو کس له کرونا ناروغۍ څخه مړ شوی دی. د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښونې جدي عملي کړي.
































