په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیستونکې ناستې یوه اونۍ وروسته لا هم د تماس ډلې د مذاکراتو پر کړنلاره او کاري اصولو بحثونه روان دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي. د افغان حکومت مذاکراتي ټیم غړي وايي، چې د کړنلارې په اکثره مواردو اجماع موجوده ده خو په وینا یې دوه اختلافي مسایل لا هم نه دي حل شوي، چې له امله یې خبرې هم ځنډېدلې دي. دوی وايي، چې په یادو دوو مواردو د نظر اختلاف ددې لامل شوی چې مذاکرات وځنډوي. دواړه لوري هڅه کوي چې له رسمي مذاکراتو وړاندې هغه اختلافي مسایل چې راتلونکي مذاکرات له ستونزو سره مخ کولی شي، غواړي سر له اوسه یې حل کړي. بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي د مذاکراتو د پیل لپاره یو لړ اساسي ګامونه اخیستل شوي او تمه شته چې ژر به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
































