د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلېدو هرکلی کړی دی. د امنیت شورا غړیو هم په مذاکره کوونکو پلاوو غږ کړی، چې نه یوازې د باور رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې تاوتریخوالی کم او په ښه نیت هڅې تر سره کړي. د امنیت شورا غړیو په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار کړی او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د اسانه کولو او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو له هڅو یې هر کلی کړی دی.
































