پاکستان له افغانستان او ایران سره د خپلو پولو په اوږدو کې ۱۸ بازارونه جوړوي. د پاکستان حکومت ویلي، چې د بازارونو له جوړولو يې موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او د قاچاقي توکو مخنیوی دی. دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ شوې ده. د راپورونو له مخې لومړي وزیرعمران خان په بلوچستان کې د دوه سرحدي بازارونو او په خیبر پښتونخوا کې د یوه سرحدي هغه جوړول د یوې ازمایښتي پروژې په توګه منظور کړي، چې د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې به بشپړ او فعال شي. د عمران خان دفتر زیاته کړې، چې د قاچاقي توکو د مخنیوي لپاره به نورې هڅې هم تر سره شي. د سرحدي بازارونو رامنځته کولو په اړه د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې دا بازارونه باید په داسې یو ځای کې جوړ شي، چې د سرحدي سیمو اوسیدونکي په ځانګړي توګه ځوانان د سرحدونو له دیوال جوړولو وروسته غوره سوداګریز فرصتونه ولري.
































