د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبان ځيرک او چالاک خلک بللي دي. ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی له طالبانو سره ښه چلند لري ځکه دوی ځيرک او چالاک خلک دي. د ټرمپ په خبره امریکا د افغانستان له یوې وسله والې ډلې سره هوکړه لاسلیک کړې ده او دوی غواړي ددې هوکړې پر مټ په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. ټرمپ وایي امریکا له طالبانو سره ښه چلند لري او هڅه کوي په افغانستان کې روان ناورین پای ته ورسېږي. تر دې وړاندې هم د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر ټرمپ د طالبانو پر وړاندې په بېځایه نرمښت تورن کړی دی. ده ویلي وو ټرمپ له افغان حکومت سره عقديي چلند کوي او طالبانو ته ډېر تمایل لري چې دا هر څه د امریکا په ګټه نه دي.
































