د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ولايتي شورا پر مرستیال ایوب غروال وسله وال برید شوی دی. د پکتیا والي حلیم فدایي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي ناپېژانده وسله والو پر غروال داسې مهال برید کړی دی چې پوهنتون ته پر لار و. دده په خبره د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي ددغه پېښې مسوولین ونیسي. تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت هم نه دی منلی.
































