د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال د بېړنیو پروګرامونو مسوول په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره اړینو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده. دده په خبره دا احتمال شته چې کرونا ویروس بیا ځلې په افغانستان کې خپور شي او د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړي. د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه هم ښودلې چې په افغانستان کې عام وګړي روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي او دا مسئله به د کرونا د لا ډېرې پراختیا سبب شي. په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان بیا پر ټولو نړیوالو غږ کړی چې راتلونکی ژمی باید په هر اړخیزه توګه د کرونا د ختمولو لپاره هڅې وکړي.
































