دنیا وال یو پر بل د علمي نوښتونو زېري کوي خو د خپل ځان به درته څه ووایم.
هسې یوه پوښتنه ذهن ته راغله چې آیا «Quantum technology» پېژنو؟
زما په اند په افغانستان کې به ښايي یوازې د فزیک برخې استادان او متخصصان د دې علم او فناورۍ د تعریف په اړه معلومات لري او دغه معلومات به هم یوازې نظري بڼه ولري او په عملي برخه کې به هېڅ نه لرو.
په رسنیو کې مې په دې اړه یو دا خبر ولید چې ملګرو ملتونو روان ۲۰۲۵ کال د کوانټومي علم او ټکنالوژۍ «Quantum technology» کال اعلان کړی دی او بل مې دا خبر ولید چې امریکا خپلې تصدۍ په چین کې د کوانټومي علم او ټکنالوژۍ په برخه کې له پانګونې منع کړې نو په دې سره مې د دې علم په اړه معلوماتو ته تلوسه زیاته شوه.
زما سره دا فکر شو چې نړۍ د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې کوم ځای ته رسېدلې او موږ په کوم ځای ولاړ یوو؟
موږ لا د عصري علم پر تعریف مصروف یوو او نړۍ دومره رانه پورته لاړه چې نور زموږ له سترګو د پنه کېدو په حال کې ده.
د دې ټولو لامل دا دی چې موږ تل د پردیو له یرغلونو سره مخ شوي یوو او ډېر وخت مو په هممهاله توګه د هېواد پر آزادۍ او له بې وزلۍ سره مبارزه کې تېر شوی او ټکنالوژۍ ته لاس رسۍ رانه هېر شوی.
نه پوهېږم چې دا زموږ ګناه ده او که زموږ مجبوریت دی چې په اوسنۍ زمانه کې هم د ټکنالوژۍ په برخه کې له نړۍ سره دومره زیاته فاصله لرو چې اندازه کېږي نه.
که تاریخ ته وکتل شي نو یوازې پر افغانستان نه، بلکې هر هغه هېواد چې د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شوی نو د پردیو له یرغلونو سره مخ شوی دی خو نور ښايي تر موږ تکړه او ښه ځکه دي چې له خپلې خاورې د دښمن له شړلو وروسته يې زحمت ګاللی او پر ځان يې شپه او ورځ یوه کړې او نن داسې ځای ته رسېدلي چې نه یوازې څوک يې پر خاوره د تېري جرئیت نه لري، بلکې دوی د نورو بېوزلو او وروسته پاتې هېوادونو لاس نیولی کوي.
اصلي خبرې ته به راشو او هغه دا چې کوانټومي علم او فناوري د سمندر په شان پراخه او لویه ده او په اړه يې زموږ معلومات دومره کم دي لکه د سمندر په اوبو کې چې یو څاڅکی څومره کوچنی دی.
خو بیا هم دومره ویلای شوو چې«Quantum technology» د ژوند په ټولو برخو لکه مخابرات، اطلاعات، معلومات، طب، پوځي او ملکي … برخو کې کارول کېږي او پرمټ يې بشر بریاوې مومي او زما په اند تر ټولو مهمه ځانګړنه د دغه ټکنالوژۍ دا ده چې مالک يې خپله ډیټا په خوندي توګه کلاسیک زمز ګزاري کولای او انتقالولای شي.
دا ښه او پر ځای اقدام دی چې ملګري ملتونو دا کال د کوانټومي علم او فناورۍ کال بللی او تمه ده چې په دې سره دغه ټکنالوژي وده وکړي او ټول بشر ته يې ګټه ورسېږي.
خو د تاسف خبره دا ده چې ځینې لوري غواړي چې علم تر ځان پورې محدود او نور ځانته محتاج وساتي، د دې لپاره بندیزونه او محدودیتونه وضع کوي په داسې حال کې چې علم باید د یوه داسې باغ مثال ولري چې ټول بشر يې ثمره او مېوه خوړلای شي.
د فناورۍ یا علم په برخه کې سالم رقابتونه مثبت کار دی او د پرمختګ لامل ګرځي اما نا سالم رقابتونه او د نورو د پرمختګ د مخنيوي اقدامات بدمرغۍ زېږوي.
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې بشر د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د حیرانتیا وړ پرمختګونه کړي او د بشر اړتیاوې ورځ په ورځ پر ټکنالوژۍ متکي کېږي او له دې پرته د اړتیاوو پوره کېدل نا ممکن کېږي.
پایله:
طبیعي خبره ده چې ټکنالوژۍ ته ټول بشر اړتیا لري، خو زموږ په شان وروسته پاتې هېواد ته لازمه ده چې دې نعمت ته د لاس رسي لپاره تر ټولو ډېرې هڅې وکړي ځکه موږ اوس له نړۍ سره په دې برخه کې ډېره زیاته فاصله لرو او باید دغه فاصله را لنډه کړو.
موږ باید له تاریخ زده کړو او تاریخ دا وايي چې موږ هر وخت تش لاس پاتې یوو او همدا وجه ده چې هر دښمن هر وخت چې غوښتي پر موږ يې تېری کړی او په ډېر لنډ وخت کې يې ټول هېواد لاندې کړی.
دا چې موږ هر دښمن ته ماتې ورکړې دا بېل بحث او زموږ مېړانه ده، خو باید دا هم ومنو چې موږ لټ یوو او هېڅ وخت مو ځان د وخت له تقاضا سره پر سمه ټکنالوژۍ نه دی سمبال کړی.
































