څو ورځې دمخه د سي ايم جي خبريال په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوال کمېسيون له مشر توماس باخ سره ځانګړې مرکه کړې ده.

ښاغلي توماس باخ د چين په هاربين ښار کې د ۸مې دورې اسيايي ژمنيو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.
هغه په ياده ځانګړې مرکه کې د يخونو او کنګلونو لوبو د مروجولو په برخه کې د چين د کوښښونو ستاينې کړې او د اولمپيک نړيوال کمېسيون د مشر په توګه يې د خپلو کارونو عيني ارزونه کړې ده.































