د چين د طبيعي سرچينو وزارت د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه «په ۲۰۲۴م کال کې د چين د سمندري اقتصاد د ارقامو راپور» خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د سمندري اقتصاد غښتلی پرمختګ کړی او د چين د سمندري اقتصاد عمومي ارزښت په لومړي ځل له ۱۰ ټريليونو يوانو څخه زيات شوی دی.
په راپور کې دغه راز راغلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د چين د سمندري اقتصاد عمومي ارزښت ۱۰ ټريليونو او ۵۴۳.۸ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۵.۹ سلنه زياتوالی ښيي.
په ۲۰۲۴م کال کې د سمندري توليدي صنعت د زياتوالي اندازه ۳ ټريليونو او ۱۸۲.۹ ميليارډو يوانه وه چې د چين د سمندري اقتصاد د عمومي ارزښت له ۳۰ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي. د سمندري خدماتي چارو د زياتوالی اندازه ۶ ټريليونو او ۲۸۴.۹ ميليارډو يوانو ته رسېدلې چې د چين د سمندري اقتصاد په عمومي ارزښت کې يې ۵۹.۶ سلنه برخه نیولې ده.
































