د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۲۴ مې نېټې په ماسپښين د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنې له نوموړي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په دې خبرو کې وويل: د چين له پسرلني اختر مخکې مې له ولسمشر پوتين سره وېډيويي خبرې وکړې او د روان کال لپاره مو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د پراختيا پلانونه او لارښوونه کړې او د يو لړ مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه مو همغږۍ پیاوړې کړې دي.
ده زیاته کړې: اوس د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې زموږ د موافقې له مخې په بېلابېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پرمخبيولو لپاره هڅې کوو.
هغه دغه راز ویلي چې د جاپاني تېري کوونکو پر وړاندې د چينايانو د مقاومت او دفاعي جګړې او د فاشیزم ضد نړيوالې جګړې د بریاليتوبونو د ۸۰ مې کليزې د يادونې په پار يې فعاليتونو ته د تيارۍ چارې هم روانې دي.
شي جین پينګ ویلي چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې قوي او داخلي خوځنده ځواک او ځانګړی ستراتېژيک ارزښت لري او دغه اړيکې د درېیم لوري پر زیان نه دي او د کوم درېيم لوري تر اغېزې لاندې هم نه دي.
پوتين په دې خبرو کې شي جین پينګ ته له امريکا سره د روسي لوري د تماس په اړه تازه معلومات ورکړي او د اوکراين په اړه يې د روسيې اصول او دريځ بيان کړی او ويلي يې دي، چې هېواد يې له اوکراين سره د شخړې د اصلي ستونزو هوارولو او د دوامدارې او دايمي سولې راوستلو ته ژمن دی.
شي جين پينګ وويل: ما د اوکراين بحران د سختېدو په لومړيو کې د دې بحران د ختمولو لپاره څلور فقره ييز وړانديز کړی او چيني لوري د تېر کال په سپتمبر کې له برازیل او یو شمېر پرمختيايي هېوادونو سره”سوله دوسته ډله“جوړه کړې او د دې بحران د سياسي حل لپاره يې ګټوره فضا او زمینه برابره کړې ده. چين د دې بحران د حل لپاره د روسيې او نورو خواوو مثبتې هڅې ستايي.































