د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل: امريکا په يوه یادښت کې د ملي امنيت په پلمه چين خپل سيال بللی او د تبعیضي تدبيرونو پر اساس يې له چين سره پر دوه اړخيزې پانګونې زيات محدوديتونه لګولي، چين د امريکا له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.
ده ویلي چې چین له امریکا غواړي چې پر دې موضوع دې جدي خبرې ورسره وکړي.
لين جيان وويل: امریکا د چيني تصديو او چيني بازار پر مخ خپله دروازه بنده کړې او دغه کړنه به يې بالاخره خپلو اقتصادي ګټو او نړيوال باور ته زیان ورسوي.
نوموړي له امريکا څخه غوښتي، چې د پانګونې او سوداګرۍ نړیوال اصول دې مراعات کړي، د بازارونو اقتصادي قانون ته دې درناوی ولري، اقتصادي او سوداګريزو مسئلو ته دې سياسي رنګ نه ورکوي او د چين قانوني پرمختيايي حقونو ته دې زيان ونه رسوي.
نوموړي زياته کړه، چې چين به د خپلو حقه حقونو د ساتلو لپاره اړين اقدامات غوره کړي.
































