د چين د کمونېس ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه په انلاين ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۸ مې غونډې لوړپوړې ناستې ته وينا وکړه.
وانګ يي په خپله وينا کې وويل، چي هېواد يې غواړي له نورو هېوادونو سره په ګډه د بشري حقونو پر سمې مفکورې ټينګار ولري او په نړۍ کې د بشري حقونو چارو مديريت اصلاح او ښه کړي.
نوموړي پدې اړه درې فقره ييز وړانديز وکړ.
د ده د وړاندیز لومړۍ فقره کې ویل شوي چې هېوادونه باید خپل اصلي هدف او دندې وپېژني او له هغو کړنو سره دې ټينګ مخالفت وکړي، چې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسونه کوي او ملي حاکميت او امنيت او د عامو خلکو ژوند او خونديتوب له پامه غورځوي.
په دویمه فقره کې راغلي چې هېوادونه دې عدالت تامین کړي او له هغو کړنو سره دې ټينګ مخالفت وکړي، چې د بشري حقونو په مسئلو کې دوه ګونی آن څو ګونی معيار غوره کوي.
د وانګ يي د وړاندیز په درېیمه فقره کې ویل شوي چې هېوادونه دې د نظريو تبادلو او متقابلې زده کړې ته دوام ورکړي، د خپلې تګلارې نوعه او خپله سلیقه دې پر نورو نه ورتپي ، بشري حقونو ته دې سیاسي رنګ نه ورکول کېږي او نه دې دا مسئله د وسيلې او وسلې په توګه کارول کېږي.
































