د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې ۱۴مه غونډه د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د دغې کمېټې مشر جاو له جي د يادې غونډې مشري وکړه.
د دې غونډې يوه مهمه دنده د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د ۳مې غونډې لپاره چمتوالی دی.
په دغه غونډه کې د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې د کاري راپور د مسودې په شمول ځيني سندونه هم څېړل شوي دي.
































