د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کانال ریاست اړوند ۴۲ جریبه شاړه ځمکه اباده شوې او د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پرې د مالټو بڼ جوړېږي. د یاد شرکت رسنیز دفتر ویلي، چې دا ځمکه د یاد شرکت د څلورم فارم په لومړي بلاک کې موقعیت لري، چې له کلونو راهیسې شاړه وه او اوس د مالټو د بڼ لپاره چمتو شوې ده. یاد بڼ به د صافي مومند کرنیز شرکت له لوري د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شي. مسوولین زیاتوي، چې په راتلونکي کې به د کانال ریاست اړوند پاتې نورې شاړې ځمکې هم ابادې او د استفادې وړ وګرځوي.
































