په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې وويل، د اوکراين اوسنۍ مسئله د خبرو اترو له لارې د هواري لپاره کلیدي پړاو ته داخلېږي او چین هيله لري چې نړيواله ټولنه به د دې مسئلې د سياسي حل لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
ده زیاته کړه، هیله لري چې ملګري ملتونه او امنيت شورا د سولې په اړه د غړيو هېوادونو د اجماع لپاره رغنده رول ولوبوي.
فو څونګ په همدې ورځ د امنيت شورا د اوکراين په اړه د پرېکړه ليک پر مسودې له رايې ورکولو وروسته وويل چې چين د سولې لپاره د ټولو کوښښونو او د سوله ییزو خبرو اترو د پيل په اړه د امريکا او روسيې د موافقې ملاتړ کوي او هيله لري چې ټولې ښکېلې خواوې د سوله ییزو خبرو اترو په بهیر کې ګډون وکړي، يوه عادلانه او دوامداره حل لاره ومومي چې ټولو ته د منلو وړ وي.
































