له کندز څخه د وروستیو راپورونو له مخې په دغه ولایت کې د شويو هوایي بریدونو له امله یو ځل بیا ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د خان اباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغې ولسوالۍ په نیکپای سیمه کې هوایي بریدونه شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د عیني شاهدانو په خبره؛ لومړنی برید د وسله والو پر یو مرکز شوی او کله چې د هغوی د راټولولو لپاره سیمهییز خلک راټول شوي دي ورباندې دویم برید شوی دی چې په پایله کې یې ۱۲ ملکي وګړي او اووه طالبان وژل شوي او د دوو طالبانو په ګډون شل نور ټپیان شوي دي. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي سپوږمۍ راډیو ته د برید پخلی کړی دی خو په وینا یې دا چې سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده د تلفاتو په اړه ډېر جزیات نه لري.
































