د چين د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکې سيمې د يونګ شون ولسوالۍ فو ژونګ علاقه داري د ابشار دپاسه د زر کلن تاريخ لرونکې علاقه دارۍ په نوم شهرت لري.


د دغې علاقه دارۍ درې اړخونه د اوبو د محاصرې په غېږ کې پراته دي او د يو شوې په نوم سيند ترې تېرېږي. د فو ژونګ علاقه دارۍ لوی ابشار، چې جګوالی يې شپيته مترو او سور يې اويا مترو ته رسېږي، له لوړ پاڼ څخه ښکته په دوو کچو روان دی. د دغه ابشار بڼه ډېره ستره او ښايسته ده. کله چې پر دغه ابشار لمريزې وړانګې لګېږي، نو منظرې يې د جنت په شان ښکلی تصوير پنځوي، چې سيلانيان ترې ښه خوند اخيستلی شي.

































