د چین د دولت رئيس شي جین پینګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په بېجینګ کې د روسیې د فدرالي امنیت شورا له سکرتر سيرګي شويګو سره د خلکو په لوی تالار کې وکتل.
شي جين پينګ وویل، چې سږ کال له جاپاني تیري کوونکو پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې، د پخواني شوروي اتحاد د سترې دفاعي جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره او دغه راز د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر دی.
نوموړي وویل، د چین او روسیې د بېلابېلو کچو چارواکي باید تماس او خبرو ته دوام ورکړي، د زما او ولسمشر پوتین لخوا شوې هوکړې دې په بشپړه توګه پلې کړي، د دایمي ښه ګاونډیتوب، هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو او ګډو ګټو پر اساس دې د نوې زمانې د دواړو هېوادونو اړیکو ته وده ورکړي، خپلمنځي ستراتېژيکې همغږي او عملي همکارۍ دې ژورې کړي او ګډه وده او سمسورتيا دې ومومي.
ده زیاته کړه چې چین او روسیه باید په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې خپله همغږي پیاوړې کړي، د بریکس او شانګهای همکارۍ سازمان رول دې په ښه توګه ولوبوي او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ يووالی او همکارۍ دې پياوړې کړي.
شویګو وویل چې د روسیې او چین اړیکې په بې ساري لوړه کچه مخ ته روانې دي او دغه اړیکې د هېڅ درېیم اړخ پر ضد نه دي. ده زیاته کړه چې روسیې او چین تل په یو بل باور کړی او په مساوي ډول یې خبرې اترې کړې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژیکې همکارۍ له خپلو ګټو سره سمون لري. روسيه به په جدي توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي او خپلمنځي همکارۍ به په ټينګار سره پیاوړې کړي. نوموړي دغه راز وويل چې هېواد يې د اوکراین د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د چین هڅې د زړه له تله ستایي.
































