د چين د احصائيې ملي ادارې د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په تړاو شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۴م کال کې دغه هېواد ته له ويزې پرته د راغلو بهرنيو مسافرو شمېر ۲۰ ميليونه او ۱۲۰ زره ښودل شوی، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ٪ ۱۱۲.۳ زیاتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې چين ته د راغلو مسافرو عمومي شمېر ۱۳۱ ميليونه او ۹۰۰ زره تنو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د ۲۰۲۳م کال په پرتله ٪ ۶۰.۸ زياتوالی ښيي. دغه راز په چين کې د دغو مسافرو سفري لګښت ۹۴ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ٪ ۷۷.۸ زياتوالی ښيي.
































