د کوک ټاپو صدراعظم مارک براوڼ څه موده مخکې د چين د سي جي ټي اېڼ له خبريالې سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل، هېواد يې د ارام سمندر ټاپوګانو ته د چين له درناوي څخه مننه کوي.
نوموړي وويل: موږ د چين دايمي درناوي ته ډېر ارزښت ورکوو او هېوادونه که لوی او يا کوچيني وي، يو بل ته يې درناوی د خپلمنځي اړيکو هميشنی بنسټ جوړوي.
مارک براوڼ د فبرورۍ په لسمه تر ۱۶مې چين ته راغلی و.
نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۰ کلونو راهیسې د کوک ټاپو څلورم صدراعظم دی، چې چين ته يې سفر وکړ.
چين ته د مارک براوڼ د ياد سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيز ستراتېژيک مشارکت د عملونو پلان (۲۰۲۵-۲۰۳۰) په ګډون يو لړ همکاريز سندونه لاسليک شوي دي.
مارک براوڼ چين ته د خپل دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره ډېر ارزښتناک بللی او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيز ستراتېژيک مشارکت ټينګېدل په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته چوکاټ او مسير برابر کړی دی.
































