د تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اونۍ اوړي، خو لا یې هم د خلاصېدو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. له دې امله دواړو خواوو ته مسافر او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي. یو شمېر مسافر وايي، ناروغان یې په سخت وضعیت کې دي. سوداګر هم دوی ته د درنو تاوانونو د اوښتلو خبره کوي. پاکستاني لوري د تېرې اونۍ د شنبې ورځې په سهار د سرپرست حکومت لخوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.
































