د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکې سيمې د يونګ شون ولسوالۍ فو ژونګ علاقه داري زر کلن تاريخ لري. دغه علاقه داري د غره په لمن کې موقعيت لري، د (دياو جياو لوه ) په نوم ودانۍ پکې ډېرې ابادې شوي او ځايي ساختماني سبک ترې ښکاري.

دغه شان ودانۍ معمولاً له لرګيو څخه جوړېږي او درې پوړونه لري. ډېرې خونې يې د اوبو د تل يا ځمکې دپاسه په ستنو تکيه وي. دغه شان کورونه له ځايي جغرافيايي بڼې او اقليم سره سمون لري، نو په کمه خاوره کې د ډېرو ودانيو د ابادولو تر څنګ د رطوبت مقاومت کولای او هم په باراني موسم کې د سېلاب د زيانونو مخه نيولی شي.

د دغه شان ودانيو د کوټو د چت د کونج پيکونه ښايسته بڼې لري او د همدې ځای دوديزه ساختماني ځانګړتيا ترې څرګندېږي.
































