د چين د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکې سيمې د يونګ شون ولسوالۍ فو ژونګ علاقه داري د غرونو او سيند په منځ کې اباده شوې.

د ځايي اوسيدونکو د کورونو په منځ کې د ( وو لي شه بان) کوڅه غځېدلې ده. په دغې کوڅې کې د څه باندې زر کلن تاريخ لرونکي لرغوني واټ بڼه او ساختماني سبک ښه او خوندي ساتل شوی دی. اوس د دغې کوڅې پر دواړو غاړو منظمې هټۍ جوړې شوې او عصري سوداګري او لرغونې ودانۍ په همدې ځای کې سره پيوست شوې دي. کله چې سيلانيان په دغې کوڅې کې چکر وهي، نو داسې انګېري، لکه له تاريخي مخينې څخه د عصري زمانې په لور ګامونه پورته کوي. د دغې کوڅې په هټيو کې د تو جيا قوم ډول ډول لاسي صنعتي توليدات پلورل کېږي او مشتريان يې په ډېرې ميني اخلي او له ځايي ځانګړو خوړو څخه هم ښه خوند اخيستلی شي.

د ۲۰۲۵م کال د چین د پسرلني اختر په رخصتۍ کې دغه علاقه دارۍ څه باندې ۱۳ زره او ۲ سوه بهرني سيلانيان راجلب کړي دي.
































