د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبروري په ۲۳مه نېټه په ګډه «په جامع ډول د کليوالي سيمو د بيا احيا کولو د هڅونې په موخه په کليوالي سيمو کې د اصلاحاتو د ژورولو په تړاو د نظرياتو» تر عنوان لاندې ۲۲مه ګڼه لومړی نمبر مرکزي سند خپور کړ. په دغه سند کې اصلاحات تر ټولو مهم ګڼل شوي او ۱۴ ځله یې يادونه شوې ده. د اصلاحاتو اړوند ميکانيزمونو بيا ۲۷ ځله يادونه شوې، سيسټم درې ځله، پالیسې يوولس ځله او اداره ۱۴ ځلې ياده شوې ده. دا د کليوالي سيمو جامع احيا ته د کمونېست ګوند او دولت ټينګ تعهد ښيي.

د چين اصلاحات او ورخلاصون مهمه اداري وسيله ده چې ګوند او خلک د دې جوګه ګرځوي څو د وخت له چټکتيا سره سم لاسته راوړنې ولري. په ۲۰۱۲م کال کې د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د کرنې، کليوالي سيمو او کليوالي اوسېدونکو اړوند کارونو ته ډېره پاملرنه ورکړې او کوي يې چې په کليوالي سيمو کې د کرنې عصريتوب ته یې زمينه برابره کړې او په دې برخه کې یې تاريخي لاسته راوړنې شونې کړې دي.
د چين د احصائيې د ملي ادارې شمېرې ښيي، د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۴ مو کلونو تر منځ د غلو ټول توليد له ۵۸۹.۵۵ ميلياردو کيلوګرامو څخه ۷۶۰ اعشاریه ۵ ميلياردو کیلوګرامو ته رسېدلی او د لسو کلونو لپاره په پرله پسې ډول ثابت پاتې شوی دی. په کليوالي سيمو کې د سړي سر کلني عايد کچه هم له ۷۹۱۷ يوانو څخه ۲۳۱۱۹ يوانو ته رسېدلې ده.
په هر صورت، له کور د ننه او نړيوال وضعيت سره په تقابل کې د چين انکشاف له ګڼ شمېر ډيريدونکو بې باوريو او غير متوقع عواملو سره مخ دی. هر څومره چې موږ پر ننګونو او ګواښونو برلاسي کيږو، هغومره اړتيا پېښېږي چې د کرنې، کليوالي سيمو او کليوالو خلکو اړوندو کارونو بنسټونه پاخه کړو.
د دې تر څنګ چې زموږ ټول پام بايد د کليوالو سيمو د هراړخیزې احيا او د کرنې د عصري کولو پر موخې ور ټول وي، نو اړينه ده چې کليوال اصلاحات هم پرمخ يووړل شي. موږ بايد د کرنې د مثمريت، د کليوالو سيمو د ځواکمنولو او د بزګرانو د عوايدو د لوړولو په برخو کې هېڅ راز هڅې ونه سپموو، په دې توګه نو د چيني عصريتوب د تقويې لپاره ټول اړين او بنيادي ملاتړ برابرېدای شي.
لومړی خو دا اړينه ده چې د خوړو خونديتوب او پر بېوزلۍ د خلکو د اخته کېدو مخنيوی ډاډمن شي. د دې کار لپاره د کليوالو سيمو اصلاحات اړين دي، ځکه له يوې خوا بايد داسې تګلارې جوړې او پلي شي چې د غلودانو توليد تقويه کړي، د غلو د توليد او پلور تر منځ د همغږۍ ميکانیزم رامنځته شي او دغه راز د غلو او نورو خوراکي توکو د تنوع او ذخيره کولو ميکانيزمونه رامنځته شي. له بلې خوا بايد يو داسې جامع ميکانيزم موجود وي چې کليوالې سيمې بيا پر بې وزلۍ له اخته کېدو را وګرځوي.
دويم دا چې درې ګونو لویو عمليو (د کليوالو سيمو د انکشاف، د کليوالو سيمو د بيارغونې او د کليوالو سيمو د حکومتولۍ) مسئلو ته ځانګړې پاملرنه وشي. له همدې کبله که د کرنې په برخه کې پرمختګونه وشي نو ورسره سم د کليوالو سيمو په ټولو ابعادو کې پرمختګ ته لاره هواريږي. د کليوالو صنايعو پر غني کولو تمرکز په ځانګړي ډول په دې برخه کې ګټور تمامېدای شي. مطلب دا چې بايد داسې ميکانيزمونه رامنځته شي چې په مرسته یې د ځايي بزګرانو فعاليتونه له صنعت سره مدغم شي او په دې توګه کليوالو اوسېدونکو ته د عوايدو تنوع رامنځته شي.
پر دې ټولو سربېره، د خلکو د ژوند چارو ته بايد ډيره پاملرنه وشي. کليوالي زيربناوې او عامه خدمات بايد تقويه شي او د کليوالو سيمو د ايکولوژۍ اداره بايد پياوړي شي.
بالاخره؛ د خلکو، ځمکې او پانګې د ادغام لپاره يوې بشپړې همغږې ستراتېژۍ ته اړتيا ده. د بزګرانو د تخصص لوړول او له ښاري سيمو سره د هغوی نږدې کول هم اړين دي. له کليوالو سيمو د اعظمي استفادې لپاره د کليوالو سيمو د مديريت د بنيادي سيسټم تقويه کولو او په کليوالو سيمو کې د ځمکو د قراردادي اړيکو ثبات او تقويه کولو ته اړتيا ده. له کليوالو سيمو د پانګې د وتلو مسئلې د هواري لپاره بايد له عامه بودجې څخه پر کرنې او نورو کليوالي سکټورونو پانګونه وشي.
عمل هم د اصلاحاتو په څېر هېڅ راز محدوديت نه مني. په چين کې به کليوالي اصلاحات تل روان وي. د چيني عصري کېدو لپاره بايد کليوالي اصلاحات لا پسې ژور شي او د پياوړي زراعتي ملت د جوړولو موخې ته د رسېدو لپاره بايد پراخې او نه ستړې کېدونکې هڅې وشي.































