د مارچ لومړی نېټه د امريکې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک له ۵مې کلیزې سره برابره وه او دا هغه تړون دی، چې د ټرمپ تر لارښوونې لاندې لاسلیک شوی دی.
ټرمپ يو ځل بیا سپينې ماڼۍ ته ستون شوی، خو تر اوسه یې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پانګه -۹ میلیارډه ډالره نه ده ياده کړې، بلکې له افغان طالبانو يې غوښتي چې په دې هېواد کې پاتې امریکايي نظامي تجهیزات بېرته ور وسپاري. نوموړي په ورته وخت کې د پیسو د سپمولو لپاره له ځينو هېوادونو او سازمانونو سره هم مرستې ځنډولي، چې له امله یې د افغان کډوالو پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته شوې دي.
بله خوا، په سپینې ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ لفظي شخړه” د نړۍ د خبرونو سرټکی ګرځېدلی دی. ټاکل شوې وه، چې دواړه مشران د فبروري په ۲۸مې نېټې د امریکا او اوکراین د معدني چارو تړون لاسلیک کړي، خو د ډېرو اختلافاتو له امله دغه تړون لاسليک نه شو او زیلینسکي سپینه ماڼۍ په خپګان پرېښوده.
د روسیې او اوکراین پر روان کړکېچ درې کالونه اوښتي او لا هم دوام لري. ډونالډ ټرمپ د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال ویلي وو، چې هغه به دغه کړکېچ ډېر ژر حل کړي او کله چې په ټاکنو کې بريالی شو، نو شاوخوا مياشت وروسته یې د اوکراين ولسمشر زیلنسکي سپينې ماڼۍ ته ور وباله.
ټرمپ زیلنسکي ته له روسیې سره د روان کړکېچ د حل سوله ییزه لایحه وړاندې کړه او هم ورسره پر يوه تړون سره سلا شوی و، چې له مخې به یې اوکراین د نادرو خاورو په شمول د معدني سرچېنو په کارولو سره ۵۰۰ میلیارډه ډالره امریکا ته جبران ورکوي. که زیلینسکي دا تړون لاسلیک کړی وای، نو اوکراینيان به يې څو نسلونه په پورونو کې ډوب شي.
د اوکرين جګړه د امریکا له خوا راپارول شوې او په اصل کې یوه سوداګریزه لوبه ده. واشنګټن غواړي د همدې جګړې له لارې مسکو ته ضربه ورکړي، اروپا کمزورې کړي او خپله ځواکمنه څوکي نوره هم پیاوړې کړي. امريکا له ډېر پخوا راهیسې د اوکراین پر معدني سرچېنو سترګې ښخې کړي او یاده تش په نوم سوله ییزه لایحه یې د اوکراین د معدني سرچېنو د لوټولو مانا ورکوي.
امریکا د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه، د خپلو ملګرو په مشرۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې راپارولې، سرچېنې یې ورلوټ کړي او کمزوري هېوادونه یې ځپلي دي.
په نړۍ کې د کوچنیو هېوادونو او ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې موجودې دي. دغه هېوادونه څنګه کولی شي، چې د خپلو خلکو ژوند ښه کړي او پرمختګ فضا ته لاسرسی ومومي؟
چين ټولو ته وړاندیز کړی، چې یووالی او همکاری وساتي او ډېر مخکې يې نړۍ ته هم د امنيت او پرمختګ وړانديزونه کړي، چې د ډېرو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د چين د نړيوال امنیت وړاندیز کې راغلي، چې هر هېواد دې د نورو هېوادونو قانوني حقونو او د پاملرنې وړ مسئلو ته په درنه سترګه وګوري او د ډیالوګ او مشورو له لارې دې خپلمنځي توپیرونه او اختلافات پای ته ورسوي.
یو ستر ځواکمن هېواد يوازې په خبرو جګړې او شخړې راپورته کولی او هم په نورو هېوادونو کې نيابتي جګړې کولی شي، ځکه جګړه یې د وسلو صنعت غوړولی او ګټې ترې اخيستلی شي. خو د جګړې ټپونه بیا د کوچنیو هېوادونو او پراخو پرمختیايي هېوادونو هډوکو ته رسېږي او حتی بنسټیزې ګټې يې ور زیانمنولی شي. ډېرې بېلګې ښیي، که کوچني هېوادونه د خپل امنیت لپاره د امریکا او لوېدیځ پر ګټو تکیه کوي، په حقیقت کې ځانونه په ډېر خطرناک موقعیت کې اچوي.
د چين د نړيوال پرمختګ وړاندیز اصل “د پراختیا لومړیتوب” دی. پر چا تکیه کول د ځان په څېر نه دي، بلکې هر هېواد دې خپل ځان وساتي او د خپلې پراختیا لپاره دې هڅې وکړي، خپل ځواک دې زیات کړي او د همکارۍ او همغږۍ له لارې دې یو د بل کمښت پوره کوي.
د امریکې دا لېوالتیا “د سرچېنو پرانیستل او پیسې سپمول” د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د “سراسري جنوب” د پراختیا او همکارۍ فشار احساس کړی دی. واشنګټن په بېړې پیسې او معدني سرچېنې غواړي او په حقیقت کې د یوې بلې ټکنالوژیکي او سوداګریزې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
د امریکا په شمول د لوېديځو هېوادونو لپاره د دودیز فکر “پياوړي ته درناوی، پر ضعیف ظلم” بدلول ستونزمن کار دی، خو وخت بیا بدلېږي. ډېر زیات هېوادونه به پوه شي او و به یې مني، چې همکارۍ، اتحاد او سوله د پراختيا لپاره ستر ارزښت لري
































