د اروپا او اروپايي ټولنې د څه باندې لسو هېوادونو او د اوکراين او کاناډا مشران د مارچ په ۲مې نېټې د برېتانيې په پلازمېنې لندن کې په يوه سرمشريزه کې سره راغونډ شوي وو او د اوکراين بحران او د اروپا د دفاعي چارو په هکله يې بحثونه کړي دي.
دغه سرمشريزه ولې په لندن کې ترسره شوه؟
د برېتانيې لومړي وزير کير سترمير څو ځلې د اوکراين امنيت د برېتانيې او اروپا د امنيت په مانا بللی او د اوکراين مسئلې ته يې د خپلې خاورې د امنيت په سترګه کتلي دي. نوموړي مخکې دا هم ويلي وو، چې برېتانيا په هر اړين وخت کې اوکراين ته د پوځونو ليږلو ته چمتو ده.
په داسې حال کې چې د امریکا ټيپلوماتیکې تګلارې ناثابتې دي، سترمير يادې سرمشريزې ته ويلي، چې برېتانيې د اروپا د مهم هېواد په توګه ورځ تر بلې له اروپايي ټولنې سره د همکاريزو اړيکو د پياوړتيا اهميت درک کوي او په مهمو ستراتيژيکو امنيتي مسئلو کې د اروپا د ملګرو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري.
د عامه افکارو په اند، بریتانيې له اروپايي ټولنې څخه له وتلو وروسته د دغې ټولنې په بهر کې د ډيپلوماتيکو چارو د منځګړيتوب خپلواکي ترلاسه کړې ده. برېتانيا له امريکا سره ځانګړې اړيکې لري او په سپينې ماڼۍ کې د امريکې او اوکراين د مشرانو تر لفظي شخړې وروسته يې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړيتوب هڅې پيل کړې دي.
د روسیې د ولسمشر سکرتر ډيميټري پيسکوف د مارچ په ۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د ځينو اروپايي هېوادونو مشرانو د لندن په سرمشريزه کې اعلان کړی، چې له اوکراين سره به زياتې نظامي مرستې وکړي. نوموړي د دوی دغه اعلان د سولې لپاره نه، بلکې د جګړې د غځولو په مانا بللی دی.
ايا اروپا د خپلواکې دفاع له ستونزې څخه وتلی شي؟
د برېتانيې خبري رسنيو د لندن سرمشريزه د اروپا لخوا د اوکراين په بحران کې د ډيپلوماسۍ يوه هڅه بللې ده.
ګارډين په يوې لیکنې کې ويلي، چې اروپا باید د اوکراين د سوله ييز تړون له ممکنې اغېزې مخکې ډېرې چارې ترسره کړي.
د برېتانيې د بيرمينګهام پوهنتون پروفيسور جان بريسون ويلي، چې اروپا په تدريجي ډول د امنيت يو ډېر مدغم مفهوم رامنځته کوي او په خپله به یې اداره کوي او دغه چاره يې په امريکې پورې تړلې نه ده. د لندن د سياست او اقتصاد پوهنځي پروفيسور ياين بيګ بيا په دې اند دی، چې اروپايي هېوادونه پوهېدلي او پر امريکا نور باور نه شي کولی او سمدستي باید خپل دريځ روښانه کړي.
د برېتانيې لومړي وزير کير سترمير د روانې مياشتې په ۲مې نېټې ويلي، چې بريتانيا او فرانسه به د يوې داوطلبې ټولنې مشري وکړي او اوکريان ته به د امنيت ضمانت برابر او له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو پلان وټاکي. مګر د برېتانيې چارواکو دا هم منلې، چې د امريکې د هوايي دفاع او استخباراتي مرستو په شمول له پوځي ملاتړ پرته به په اوکراين کې اروپايي ځواکونه بې ثباته پاتې شي.
ډيميټري پيسکوف ويلي، د لوېديځو هېوادونو دننه د پاشل کېدو نښې ښکاره شوي او يووالی یې د شړېدو په حال کې دی او ان د ځينو هېوادونو دريځ پکې بدل شوی دی، خو ځيني یې بیا لا هم له اوکراين څخه ملاتړ کوي او غواړي روانه شخړه دوام ومومي او ژر سولې ته ونه رسېږي.
د امريکې او اوکراين اړيکې په کوم لوري روانې دي؟
د امريکې څو چارواکو د مارچ په ۲مې نېټې له رسنيو سره په خبرو کې له ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې پر مهال د زېلېنسکي پر رويې انتقادونه کړي او ويلي يې دي، که زېلېنسکي د خبرو اترو له لارې له روسیې سره د نښتې پای نه غواړي، نو د اوکراين مشر باید بدل شي.
زېلېنسکي په همدې نېټې ويلي، چې د لندن په سرمشريزې کې يې د اروپا ملاتړ خپل کړی او هېواد به یې له اړوندو خواوو سره همکاريو ته دوام ورکړي.
نوموړي ويلي، په سپينې ماڼۍ کې يې له امريکايي سیال سره د کانونو تړون نه دی لاسليک کړی، خو لېوالتيا يې ښودلې، چې دا تړون ورسره لاسليک کړي.
زېلېنسکي له ټرمپ سره د نظريو توپيرونه لري، خو بیا يې هم تمه ښودلې، چې اغېزمنې خبرې ورسره وکړي او په خبره يې، که د واشنګټن بلنه ترلاسه کړي، نو بيا به سپينې ماڼۍ ته ورشي.
د برېتانيې لومړي وزير کير سترمير ويلي، ټرمپ هيله لري، چې د دايمي سولې تړون ته ورسېږي او د اوکراين بحران پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي تشويش لري، چې د تړون له لاسليک کېدو وروسته به یې هېواد امنيتي تضمين ولري او ایا د تړون مادې به تطبيق شي؟
































