امريکې د مارچ له څلورمې نېټې څخه د فنټانيل او نورو مسئلو په پلمه پر چینايي توليداتو نور لس سلنه اضافي تعرفې لګولې دي.
شنونکي د امريکې دغه کړنه د نړيوالې سوداګرۍ له اصولو سره په ټکر کې بولي او په دې اند دي، چې دا به د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته سخت زيانونه ورسوي.
چین د امريکې له دغې سوداګريزې بادارۍ سره ټينګ مخالفت ښودلی او پر وړاندې يې یو لړ ګامونه هم پورته کړي دي.
چين په همدې نېټې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوا وړاندې کړې او ورسره پر ځينو امريکايي توليداتو يې تعرفې لوړې کړي او ځينې امريکايي تصدۍ يې په بې باوره لېست کې شاملې کړې دي.
د چين ياد اقدامات د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد له خپلو حقه حقونو څخه دفاع کوي او د څو اړخيز ميکانيزم د ساتلو ټينګه اراده لري او هم د يو اړخيزو کړنو پر وړاندې لازم ګامونه پورته کوي.
امريکا د روان کال د فبرورۍ په پيل کې د فنټانيل په پلمه پر چیني توليداتو د لس سلنې اضافي تعرفو د لګولو اعلان وکړ او کابو يوه مياشت وروسته یې بیا په ورته کړنې لاس پورې کړی دی.
شنونکي د امريکا د فنټانيل مسئله، چې په ګمرکي تعرفو پسې يې تړلې او خپلسرې کړنې ترسره کوي، بې ځايه بولي او په دې اند دي، چې واشنګټن دغې مسئلې ته سیاسي رنګ ورکوي او د ګمرکي تعرفو په نوم د جګړې لپاره پلمې لټوي او غواړي په ډېرو برخو کې پر چين فشارونه واچوي.
په امريکا کې د فنټانيل بحران څنګه رامنځته شوی؟ نړۍ په دې اړه ډېره ښه پوهېږي.
امريکا په نړۍ کې د فنټانيل اړوندو درملو تر تر ټولو لوی تولیدي او مصرفي هېواد بلل کېږي او دغو درملو په دغه هېواد کې کړکېچ راپورته کړی دی.
د ډ يفرېنس ګروپ «Difference Group» مشورتي ارګان بنسټګر دان سټانبوک په وروستيو کې په يوې مقالې کې ويلي، چې د امريکا حکومت هڅې کوي، چې د فنټانيل د ډېر استعمال پړه پر نورو واچوي، خو پر دې فکر نه کوي، چې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو بحران د کورنیو اړتياوو د زياتېدو له کبله رامنځته شوی او ترې ډېرې ګټې رامنځته شوې دي. د امريکا هفينګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په وروستيو کلونو کې د فنټانيل په تړاو نشه يي توکي په ټول هېواد کې مروج شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن د درملو د مديريت په برخه کې نيمګړتياوې لري.
خلک بايد د فنټانيل د کارونې پر حقيقت ښه پوه شي. د چين حکومت د مارچ په څلورمې نېټې د فنټانيل اړوندو درملو د کنټرول او مديريت سپين کتاب خپور کړی او په څو برخو کې يې د دغو درملو د کنټرول لپاره د ډېرو هڅو او نوښتي تجربو توضيحات ورکړي دي.
په دغه سپين کتاب کې راغلي، چين په نړۍ کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره يې ډېر جدي تدبیرونه نیولي دي.
چين په وروستيو کلونو کې د بشردوستۍ په موخه په امريکا کې د فنټانيل په تړاو د نشه توکو د مخنيوي ملاتړ کړی، خو امريکې برعکس د همدې مسئلې په پلمه پر چینايي توليداتو تعرفې لوړې کړې دي. د امريکې دغه کړنه د ايسوپ (Aesop) افسانې کې د بزګر او مار کيسې سره ورته والی لري.
چين هم د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه پر ځينو امریکايي کرنیزو توليداتو لس سلنه او پنځلس سلنه تعرفې لوړې کړې دي. د چين د ډيپلوماتيکو چارو پوهنځي پروفيسور لي های دونګ له سي جي ټي اېن سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د چین ياد ګام د مساوي، دقيقو او اغېزناکو اصولو ښکارندويي کوي.
چين د امریکا د کرنيزو توليداتو مهم صادراتي بازار دی. د دغه هېواد د کرنې وزارت شمېرې ښيي، چې تېر کال چين ته د امريکا د لوبيا صادراتي ارزښت د دغه هېواد د لوبيا په صادراتي ارزښت کې ۵۲ سلنه نیسي.
چين د امريکايي لوبيا تر ټولو لوی بازار دی، نو د دغه هېواد متقابل تدبیرونه به خامخا د امريکې د کرنيزو توليداتو پر صادراتو اغېزه ولري.
د امريکا اوسني مشر ژمنه کړې، چې په هېواد کې به انفلاسیون يا د پيسو پړسوب کنټرولوي، خو داسې ښکاري، چې د ګمرکي تعرفو د زياتوالي له امله به یې دغه ژمنه پوره نه شي.
روان کال په جنورۍ کې د امريکا د مشتريانو د لګښت شاخص (CPI) او کليدي (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې درې او درې اعشاريه درې زياتوالی موندلی او د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې د ژوند لګښتونه هم پر له پسې لوړ شوي دي.
د نړۍ د لويو تصديو ټولنې شمېرې ښيي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د امريکا د مشتريانو مصرفي ګراف ۹۸ اعشاريه ۳ ته راټيټ شوی او د ټيټوالي انډول يې د ۲۰۲۱ م کال له اګست څخه لوړ دی.
د ګمرکي تعرفو جګړه به امريکا ته سخت زيانونه ورسوي او که دغه هېواد غواړي چې د فنټانيل مسئله حل کړي، نو له چین سره باید مساوي چلند او سلا مشورې وکړي او متقابلو ګټو ته یې باید پام واړوي.































