د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۳مه کلنۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د شي جين پينګ په شمول د دغه هېواد د ګوند او دولت مشرانو د دغې کلنۍ غونډې د پرانيستلو په ناسته کې ګډون وکړ.
صدراعظم لي چيانګ دغې غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړی دی.
د حکومت د کاري راپور له مخې، له يو کال راهيسې د چين پر وړاندې بهرني فشارونه زيات شوي او دننه کې ستونزې هم ډېرې شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د هېواد د ټولو قومونو خلکو د شي جين پينګ په محور د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر قوي مشرۍ لاندې مبارزه کړې، ستونزې يې ليرې کړې، د اقتصادي چارو ثابت پرمختګ يې موندلی او د دغه کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ټولو ټاکل شويو موخو ته يې ځان رسولی دی.
راپور وايي چې چين د باکيفيته پرمختګ پر لور ګامونه پورته کړي، د نوي کيفيت توليدي ځواک ته يې وده کړې، اقتصادي، علمي، تخنيکي وړتيا او د هېواد عمومي ځواکونه يې پر له پسې قوي کړي، د چيني شکله عصريتوب يې پرمخ بيولی او په نوې زمانه کې يې د قوي سوسياليستي هېواد د ابادۍ په پار خپله اراده او اعتماد ټينګ کړی دی.
































