د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د درېيمې کلنۍ غونډې پر مهال به د مارچ د ۷ مې نېټې د سهار په لسو بجو یوه مطبوعاتي غونډه ترسره شي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ګډون وکړي.
هغه به د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو او بهرنيو اړيکو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.































