اکثریت امریکایان په دې باور دي چې ښایي د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې، عادلانه، شفافې او ازادې نه وي. یاهو نیوز په امریکا کې د روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نظرپوښتنه کړې ده. په دې نظر پوښتنه کې یوازې ۲۲ سلنه وګړو ویلي چې راتلونکې ټاکنې به عادلانه، شفافې او ازادې وي. پاتې لوړ اکثریت په دې باور دي چې ښایي ټاکنې له فساد، فشار او بې عدالتۍ ډکې وي. نظرپوښتنه وایي چې لوړه سلنه امریکایانو د ټاکنو پر بهیر او ولسواکۍ خپل باور بایللی دی او له نظرپوښتنې ښکاري چې دوی د راتلونکي حکومت په ټاکلو کې پر خپل رول ډاډه نه دي. یاهو نیوز د یو بل څه په اړه هم وړاندوینه کوي او وایي دا چې دومره لوړه سلنه خلک د ټاکنو پر بهیر بې باوره دي، نو له همدې ښکاري چې خلک به د راتلونکو ټاکنو پایلې و نه مني او د سترو کشمکشونو سبب به شي.
































