د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د جدي اندېښنې وړ دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بین الافغاني خبرو له پیل راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته کتنه کړې ده وايي چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا دغه ورځپاڼې ته ویلي چې په وروستیو پنځو اونیو کې رامنځ ته شوی تاوتریخوالی په تېرو پنځو کلونو کې بې مخینې و. نیویارک ټایمز وایي وسله والو طالبانو د فشار راوستلو په موخه په خپلو جګړه ییزو تاکتیکونو کې بدلون راوستی او له امله یې تلفات ډېر شوي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې ددوی پر دوو نظامي اډو دوولس توغندي لګېدلي دي. دوی وایي په دې اړه پلټنې پیل شوې خو که ثابته شي چې دا کار د طالبانو دی نو دا د یادې ډلې له لوري د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
































