د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال د افغانستان لپاره د حج په سهمیه کې ۳۰ زره کسان ټاکل شوي؛ خو څه باندې سل زره کسانو نوملیکنه کړې ده. د دغه وزارت سرپرست، نور محمد ثاقب د حج سهمیې د وېش په برخه کې د روڼتیا ډاډ ورکوي او زیاتوي چې هڅې روانې دي، څو دغه شمېر لوړ شي. د هغه په خبره، سږ کال د هر حاجي لګښت څه باندې ۲۸۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دغه راز ویلي چې سږ کال د حاجیانو د لېږد قرارداد له اریانا هوایي دولتي شرکت او یو بل خصوصي شرکت سره شوی دی. د نور محمد ثاقب د مالوماتو لمخې، د حج غوښتونکي کولى شي د روژې مبارکې مياشتې له نهمې نېټې په مرکز او ولايتونو کې خپلې بانکي تعرفې پرې کړي.
































