د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ د ۷مې نېټې په سهار د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۳مې کلنۍ غونډې په یوه خبري ناسته کې د چين د بهرنیو تګلارو او بهرنيو اړيکو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
وانګ يي وویل، اوس نړۍ له ګډوډۍ سره مخ ده او ثبات ورځ تر بلې په نړۍ کې کمېږي. د مختلفو هېوادونو په ځانګړې توګه د لویو هېوادونو انتخابونه پر نړيوال وضعيت ستر اغېز لري.
دی وايي: د چين ډيپلوماسي به د تاريخ په سم لوري ټينګه ولاړه وي، موږ به بې ثباته نړۍ ته ثبات رسوو.
هغه وویل: موږ به د ملي ګټو په دفاع کولو، د نړیوالې سولې، ثبات او عدالت په ساتلو، او د نړۍ د ګډ پرمختګ په پرمخبیولو کې کلک او مثبت ځواک واوسو.
































