د چین د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د درېیمې کلنۍ غونډې په اړه یوه خبري ناسته د مارچ په ۷مې نېټې ترسره شوه. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دغه خبري ناسته کې د چین د ډيپلوماتیکو تګلارو او بهرنیو اړیکو په اړه د کورنیو او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وانګ يي وویل: چین سږ د شانګهای همکارۍ سازمان رییسه او کوربه هېواد دی او دغه سازمان دې «خپل کور ته پخیر راشي.»
ده زیاته کړې: دغه سازمان په چین کې جوړ شوی او د شانګهای په نوم نومول شوی، موږ ډېر خوشحاله یو چې دغه سازمان کوربه توب خپل اصلي کور ته ورسېد.
وانګ يي زیاته کړه، چین به په سږنۍ مني کې په تیان جین ښار کې د یاد سازمان سرمشریزه ترسره کړي او په هغه وخت کې به د دې سازمان د ټولو غړو هېوادونو مشران په تیان جین ښار کې راغونډ شي، خپلې ګډې نظریې به جمع کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخلیک د لا نژدې ټولنې ابادي به چټکه کړي.































