د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۳مې کلنۍ غونډې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د چين او امريکا د اړيکو په باب خپل دريځ بيان کړ. د چین CGTN په دې اړه له ۱۸ څخه تر ۴۵ کلونو پورې عمر لرونکو ۴۰۰۳ چيني او امريکايي ځوانو نظر اخیستی او پايله يې دا ښودلې چې اکثریت يې د دواړو هېوادو ترمنځ پر متقابل درناوي او متقابلو ګټو ولاړې اړیکې غواړي.
په دې سروې کې ۸۷.۳ سلنه چيني ځوانان او ۷۸.۵ سلنه امريکايي ځوانان ګډې ګټې د اقتصادي او سوداګریزو مسئلو د حل و فصل بنسټیزه لاره ګڼي.
۶۶.۴ سلنه چيني ځوانان په دې باور دي، چې د امريکا او چين تر منځ اړيکو کې هم همکاري هم سیالي شتون لري.
د سروې ګډون کوونکي له دواړو هېوادونو څخه غوښتي، چې په خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې دې شته ستونزو په آرامه حلولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي او په سمه توګه دې يې حل کړي.































