د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې د یمن د تعز ولایت د ذوباب سیمې ساحلونو ته نږدې دوه کښتۍ، چې له ۱۸۰ ډېر کډوال پکې سپاره وو، اوبو کې ډوبې شوې دي. د دې سازمان په وینا، د دغو کښتیو په سپرلیو کې لږ تر لږه ۱۲۴ نارینه او ۵۷ مېرمنې شاملې وې، چې له ډلې یې یوازې دوې یمنۍ خدمې ژغورل شوې او پاتې ټول ورک دي. یاد سازمان زیاتوي، وېره شته چې ټولو مسافرو او پاتې خدمو ژوند بایللی وي.
































