د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دغه ولایت کې د ۸۷ تاریخي سیمو د حریم ټاکلو لړۍ بشپړه شوې ده. دغه سروې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوې تخنيکي ډلې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د تاریخي سیمو د غصب مخنیوي په موخه کړې ده. د مسوولينو په خبره، د تاریخي سيمو خونديتوب لپار به په بل پړاو کې پر ځينو تاريخي سيمو احاطوي دېوالونه هم جوړ شي. ورته مهال ځینې فرهنګیان او لرغونپوهان د تاریخي سیمو د حریم ټاکنه د دغو سیمو ساتنې او د غصب مخنیوي په برخه کې مهمه چاره ګڼي.
































