د پاکستان د پخواني صدراعظم ځانګړي مرستيال ظفر پخوا داسې ويلي و چې په بې ثباته نړۍ کې موږ پر چين باور لرلی شو، څرنګه چې د چين ګفتار له کردار سره منطبق دی. د مارچ په اوومه نېټه د چین د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په جریان کې د بهرنيو چارو وزير خبري ناسته تر سره شوه. نړیوال د دې ناستې له لارې د ښاغلي ظفر پر يادو خبرو ښه پوهېږي.

د معلوماتو له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې ناسته کې چې د يو ساعت او دېرشو دقيقو لپاره يې دوام درلود، د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، د سيمې د پاملرنې وړ مسئلو او نړيوالې ادارې په شمول د څه باندې شلو تودو مسئلو په هکله نظرونه څرګند کړي دي. شنونکي وايي چې په بې ثباته نړۍ کې چين ثابت ځواک بلل کېږي چې له امله به یې نړۍ هم امن او خوندي وساتل شي.
ولې چين د نړۍ باور تر لاسه کړئ؟ نو د دې هېواد ثابت عوامل څه دي؟
چين هېڅکله کشالې نه دي جوړې کړې او هم له ګواښونو څخه هم وېره نه لري او د ملي ګټو ټينګه ساتنه کوي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ياده خبري ناسته کې د امريکا له خوا پر چينايي توليداتو د تعرفې د لوړوالي په هکله داسې ويلي چې امريکا د تعرفې په تړاو په ځاني جال کې راګير شوې ده. د چين پر ساينسي او تخنيکي برخو د امريکا د بې ځايه بنديزونو په هکله هغه هم ويلي چې هېواد يې د بنديزونو د لرې کولو لپاره ټينګه اراده لري. دغه راز هغه د يو چين د پېژندنې اصل په هکله ډاډ کړی چې د چين ستره برخه به خامخا له تايوان سره يو ځای شي. د ده يادې څرګندوې نړيوالو ته څرګندې نښې نښانې ورکړې چې هر ډول حداکثري فشار او ګواښونه د چين د پرمختګ مخه نه شي نیولی.
په دې خبري ناسته کې سوله هم د دېرشو ځلو لپاره ياده شوې چې د پاملرنې وړ لغت ګرځېدلی دی. چين پر سولې او پرمختګ ټينګار کوي او د نړيوالې سولې لپاره يې ډېره هڅه کوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې عادلانه رويه غوره کوي چې دا هم د چين د ثابت ځواک يوه برخه ده. د بېلګې په توګه په تېر يو کال کې چين د اوکراين بحران د حل او د منځګړيتوب لپاره خپل ځانګړی استازي لېږلي او له برازيل سره په ګډه د دې بحران د حل وفصل لپاره شپږ فقره ييز ګډو نظريو ته رسېدلي او د نړۍ د سراسري جنوب له هېوادونو سره يې د سوله ييزو دوستانو په نوم ډله جوړه کړې ده. شنونکي وايي چې د اوکراين بحران په هکله د چین دريځ له تاريخي ازموینو څخه وتلی شي.
پرمختګ د ټولو ستونزو او مسئلو د لرې کولو کیلي ده. چين هم د نړيوال پرمختګ د پرمخ بېولو په برخه کې خپل مهم رول لوبولی دی. تېر کال د چين اقتصادي پرمختیایي انډول په سلو کې پنځو ته رسېدلی چې د نړيوالې اقتصادي پرمختيا لپاره خدماتي انډول يې پر ۳۰ سلنه ساتلی دی. د تېر کال له دسمبر څخه چين د هغو لږ پرمختللو هېوادونو پر وړاندې چې ور سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې وې، پر ټولو واردېدونکو توليداتو تعرفې معاف کړې چې له امله يې په همدې مياشت کې د اړوندو هېوادونو صادرات په سلو کې اتلس اعشاريه يو زياتوالی ښودلی دی. د دې ترڅنګ چین هم د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ادارې وړانديز کړی چې ساينسي او تخنيکي نوښت د شتمنو هېوادونو او کسانو لوبې به ونه ګرځي. سربېره پردې د سوداګرۍ ساتونکو عملونو پر وړاندې چین هم د ورخلاصون پر پراخوالي ټينګار کړی چې ډېر بهرني ملګري غواړي چين ته سفرونه وکړي. د استراليا يوه کارپوه چين انرژي برابروونکی بولي او په دې اند دی چې چين د سوداګرۍ، د سرمايې او تخنيکونو د لېږلو له لارې د نړيوال کېدو او د نړيوال پرمختګ د نا برابرۍ د ستونزو د حل لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي. اوس مهال لازيات هېوادونه پر چيني شکله عصريتوب ښه پوهېږي او نور هېوادونه هم د عصري کېدو په برخه کې لازیات انتخابونه لري.
۲۰۲۵م کال د چین او نړۍ لپاره يو عادي کال نه دی او په بې ثباته نړۍ کې ډېر بدلونونه راځي. خو چين د خپل ثبات او پرمختګ له لارې نړۍ ته لازياتې ګټې او فرصتونه برابروي او د سولې او پرمختګ څخه په استفادې سره له نړيوالو بدلونونو سره مقابله کوي چې د ټولو هېوادونو خلک به روښانه راتلونکی ولري. همدا د چين نه بدلېدونکې ژمنه هم ده.































