د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمې غونډې د مارچ د ۸مې نېټه په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې دوهمه عمومي ناسته تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ او د دغه ګوند او دولت اړوند مشران په دغه ناسته کې ګډون لري.
نن د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړيواله ورځ ده، په دغه غونډه کې د چين د بېلابېلو ټولنو او قومونو ښځو، د هانکانګ، مکاو ځانګړې ادارې سيمو او د تايوان سيمې ښځو، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ښځو ته د دغې ورځې په مناسبت مبارکي او نېکې هيلې څرګندې شوې.
































